IQNA

یوه بریتانیایی خیریه موسیسه؛روژماتی د ټولو لپاره ؛رمضاني پروګرام لري

16:33 - April 03, 2023
د خبر لمبر: 3487129
ایکنا-(تهران)په انګلستان کې د خوراکي موادو د بیّو او د ژ،ند د لګښتونو زیاتیدا سبب شوې چې یوه بریتانیائي خیریه موسیسه او د امریکا یو خوراکي برنډ  د روژې په مبارکې میاشتې کې د اړمنو کسانو لپاره د روژې خوراکي پيکیجونه برابر کړي.

ایکنا دمتروله قوله راپورراکړ،هلمنز اینډ بیسټ فود(Hellmann's and Best Foods)  د بریتانیائي خیریه موسیسې (Human Appeal) سره ملګرتیا کړې څو سږکال د روژې په مبارکې میاشتې  کې د اړمنو کسانو لپاره  وړیا خوراکي پيکیجونه  وړاندې کړي.

د  ؛روژماتی د ټولو لپاره ؛ په نامې سره  ددغو خوراکي پيکیجونو د ویشلو پلان  په لندن ،برمینګم او مانچسټر درو ښارونو کې اړمنو مسلمانانوته رسول کیږي.په دغو  خوراکي پیکیجونو کې حلال خوراکي محصولات او نه خرابیدونکي دال ، چڼې ، خرما او سس او مایونیز شامل دي.

پیکیجونه پر خوړو سربیره،د روژماتي دودیز خوړو لپاره ځیني دستورالعملونه  هم لری  چې  د بنګله  دیش د یوې مشهورې آشپز میرمن عافیه بیګم  پّ وسیله برابر شوی  دی. دغه پیکیجونه د خوراکي موادو د ضائعاتو  دنه ضائع کولو  دڅرنګوالي په باب هم ځيني ټکي  وړاندې کوي.

دنوو څيړنو په اساس په بریتانیاک ې معتقد تقریبا په د رو  کې دوه برخې مسلمانان، د  روژماتي د خوړو د  وعدو  دلګښتونو اندیښمن دي . ددغې څيړنې په اساس،  د  روژې په مبارکې میاشتې کې  په څلورو کې درې برخې خلک په کال کې له بل هر وخته زیات  خوراکي شیان برابروي او په هغو کې نیم خلک  څه  دپاسه یو نوي پونډه یوازې د روژماتي پيکیجونو لپاره خرڅ کوي.

    Hellmann's and Best Foods د امریکا تجارتی نامې دي چې د سس  مایونیز ،کیچاپ سس،سالاد سس،چکنئ او نورو خوراکي محصولاتو  لپاره  استفاده کیږي.دغه برنډونه  له ۲۰۰۰کال څخه د برتانیایی څو ملیّتي شرکت   Unilever په مالکیّت کې دی.

  https://iqna.ir/fa/news/4131182/%D8

captcha