IQNA

د صهیونیسټي رژيم له جنابتونوسره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو همپالنه د ورځې ضرورت دی

6:49 - April 08, 2023
د خبر لمبر: 3487148
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  د ترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني  تماس کې  جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم  له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو  جدي او اساسی  ضرورت دی.

ایکنا د ولسمشر د ماڼۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي له پنجنشبې راهسې د انډونیشیا، قزاقستان، ترکیې او ځینو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماسونو کې پر الاقصی جومات د صهیونیسټ رژيم دحملو او له دغه وحشي ډوله اقداماتو سره په مقابلې کې د سبیبمې دهیوادونو دهمپالنې دضرورت په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.

ابراهیم ریسي په دغو خبرو کې په الاقصی جومات د صهونیسټي رژيم  وروستي تیري او دغه راز په سورئې  او لبنان ددغه رزيم وحشي ډوله حملې محکومې کړې او له دغه وحشي ډوله رژيم اقداماتو سره د مقابلې لپاره ئې د اسلامی هیوادونو د لازیاتې همپالنې غوښته   وکړه.

د اسلامی ایران ولسمشر د فلسطینی ولس په تیره بیا په الاقصی جومت کې د معتکفینو په ضد ددغه صهیونسیټي رژيم  جنایتونو او ددغه مقدس ځاي سپکاویو ته په اشارې سره  ووئيل،اسلامی ایران له دغه وحشي صهیونیسټي رژيم  له بدماشیو سره دمقابلې د لارو  چارو دارزونې لپاره د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کوي.

هغه همداراز دسیمې د هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په ضرورت باندې په ټينګار سره له ترهه ګرۍ او بیلتون غوښتې سره دمقابلې ترټولو مهمه لاره  دسیمې د هیوادونو دملی حاکمیّت ملاتړ وبالۀ.

په دغو خبرواترو کې دنوموړو اسلامی هیوادونو مشرانو هم د اسلامی ایران د وروستیو اقداماتو  او هڅو په قدرونې سره  په الاقصی جومات  او د فلسطین دمظلوم ولس په ضد د صهیونیسټي رژيم وروستي تیري په کلکه محکوم کړل  او له دغو تیریو سره دمقابلې لپاره ئې د اسلامی ملګرتیاموسیسې په چوکاټ کې  داسلامی  هیوادونو د همپالنې او دنظر پر یووالي ټينګار وکړ.

وحشي صهیونیسټي عسکرو د چارشنبې سهار وختي په الاقصی جومات کې پر معتکافو وحشي  ډوله یرغل ک ړی او هڅه ئې کړې ،څو په الاقصی جومات کې اعتکاف کونکي مسلمانان له جماته وباسي چې په دغه جنایت کې په لسګونو فلسطینیان ټپيان او نیول شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4132144/%

captcha