IQNA

د قدس دنړیوالې ورځې په لاریون کې دې خلک پراخ ګډون وکړي

6:53 - April 08, 2023
د خبر لمبر: 3487149
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...  بیګا په خپلې وینا کې  ووئيل، د بیت المقدس ،لویدیځي غاړې  او سورئې پيښې پخپلو کې سره ارتباط لري او د یوې موضوع چورلیز دي.

ایکناخبری آژانس  د المنار له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د الاقصی جومات او بیت المقدس په دفاع کې د فلسطین او د سیمې د خلکو دډغرې مقابلې د یوې برخې په توګه دې د قدس په نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې پراخ  ګډون  غوښتنه وکړه.

په راپور کې وئيل شوي دي، د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...  بیګا په خپلې یوې وینا کې  ووئيل، د بیت المقدس ،لویدیځي غاړې  او سورئې پيښې پخپلو کې سره ارتباط لري او د یوې موضوع چورلیز دي.

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مشر  په دوام کې ووئيل، راتلونکي اونۍ او د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت به د غزې تړانګې او د لبنان په جنوب کې دروستیو پيښو په باب  خبرې وکړي.

غزې تړانګې له تیرو شپو ورځو راهسې یو ځل بیا د  وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بې آمانه هوائي  او توپونو له حملو سره مخ ده او په مقابل کې ، دمقاومت ځواکونو  هم دغزې تړانې په شاوخوا کې پر صهیونیسټ میشته ښارګوټو دتوغندیو ناتار جوړ کړی دی  او له صهیونیسټي جنګي الوتکو سره  ئې هم مقابله کړې ده .

له دې سره په یووخت د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  مرستیال شیخ نعیم قاسم هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ټينګار کړی دی ، اوس  دمقاومتي چورلیز درستې برخې بیداري دي او پر وحشي صهیونیسټي دښمن  بریالیتوب به ډير زر محقق شي  او دنورورو په ګواښلو کې به د صهیونیسټي مشرانو بدماشۍ او تشې دړکې  هیڅ نتیجه ورنکړي  او نور ئې  وخت تیر شوی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4132162/%D8%A

captcha