IQNA

کتاب هماغه راز په ټولنه کښې لوړ مقام لري

16:10 - May 14, 2023
د خبر لمبر: 3487333
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛ د ماشومانو او د زلمیو د کتاب د مسلې په هکله هم ټینګار لرم او خوشبختانه ومو لیدل چې په څو غرفو کښې په دې موضوع کار شوی دی او بیا هم ټینګار کوم د ماشومانو او د زلمیو لپاره چې هر څومره کولای شی کتابونه برابر کړئ او مونږ د پردیو هیوادونو له کتابونو بې نیازه کړې چې وکولای شو د خپلو هدفونو ،اړخ نیونې او کلتور سره کتابونه خپلو ځوانانو ته ورکړو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن له دریو کلونو وروسته او د کورونا د محدودیتونو په ختمیدا سره په حضرت امام خمیني رحمت الله علیه مصلی کښې په شتون سره د تهران د کتاب د نړیوال نندرتون کتنه وکړه. هغه حضرت د دغه کتنې په پاې کښې زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وفرمائیل د کتاب نندرتون چې هر کال ترسره کیږي یوه ستره ولسي غونډه ده چې د هغې ستر اړخ د کلتور اړخ دی او دغه موضوع ډیره خوښونکي او ولوله رامینځته کونکي ده. هغه په دوام کښې زیاته کړه د ځینو نامساعدو زمینو په اپوټه د کتاب د نشر کتاب مخ په پرمختګ دی. حضرت ایت الله خامنه اي زیاته کړه له دې سره سره چې د اقتصادي او د نورو ستونزو په شمول ټول مشکلات شته خو د کتابونو عنوانونه لوړ شوي دي. د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د تئاتر ، د سینما او حتی د نقاشۍ یعني پینټینګ او د سمعي او د بصري کارونو په شان کلتوري ، رسندوي او هنري فعالیتونه کتاب ته اړتیا لري هغه کسان کولای شي ښه هنري او رسندوي کارونه تولید کړي چې له کتاب سره سرو کار ولري. هغه دغه راز وویل د ماشومانو او د زلمیو د کتاب د مسلې په هکله هم ټینګار لرم او خوشبختانه ومو لیدل چې په څو غرفو کښې په دې موضوع کار شوی دی او بیا هم ټینګار کوم د ماشومانو او د زلمیو لپاره چې هر څومره کولای شی کتابونه برابر کړئ او مونږ د پردیو هیوادونو له کتابونو بې نیازه کړې چې وکولای شو د خپلو هدفونو ، اړخ نیونې او کلتور سره کتابونه خپلو ځوانانو ته ورکړو. https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132866
captcha