IQNA

دوو وحشي صهیونیسټانو هم د قرآن کریم سپکاوی وکړ

15:22 - June 23, 2023
د خبر لمبر: 3487513
خبری سرچینو  د اردن سین په لویدیځي غاړې کې په نابلس ښار کې د  دوو وحشي صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم  د سپکاوي خبر ورکړ.

 ایکنا د میډل ایست نیوز له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ میشته ښارګوټي  اوسیدونکو صهیونیسټانو د اسلامی مقدساتو په ضد  په یوه خطرنا ک او تاؤتریخوالی رامینځةکونکي اقدام کې  د اردن سین په لویدیځي غاړې کې  وقاع د نابلس ښار به جنوب کې  د عوریف ښارګي په یوه جومات کې د قرآن کریم څو نسخو ته په سپین سترګیتو ب سره اور اچولی دی.

په همدې اړه د صهیونیستي رژيم ۱۳ټيلیویژنی چینل  هم یوه ویډیو خپره کړې ده چې په عوریف ښارګي باندې د یرغل په وخت د دوو وحشي صهیونیسټانو  په لاس د قرآن کریم د سپکاوي شیبې ئې نندارې ته وړاندې کړي دي .

په دغه راپور کې راغلي دي،قرآن کریم د سوځونکي په سپک اقدام کې دهغه ښارګوټي د فتیةالتلال( یعني د څوکو ځوانان)په نامې سره اړونده کسان دي چې د اردون سین په لویدیځي غاړې کې دډيرو زیاتو افراطي صهیونیسټانو ښارګوټی دی.

د قرآن کریم سپکاوی،د بیت المقدس او نورو نیواکي ټاټوبو په یهودی بدلونکو سیاستونو او همداراز دهغو جنایتونو په دوام کې دي چې وحشي ډوله صهیونیسټانو د فلسطینیانو په ضد روان کړي دي. قرآن کریم ته اور اچول د قدس نیواکګر رژيم پر سیاستونو د توکمپالنې د واکمنیدا بیانونکي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4149649

captcha