ایکنا د میډل ایسټ نیوز په حواله خبر ورکوي چې هیمام الیاسري په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د عراق د معلوماتو وزارت له څو اونیو وړاندې د اربعین لپاره چمتووالی پیل کړی دی. موږ د چارو یوه خونه رامنځته کړې، ترڅو د دې سفر لپاره اړین شرایط چمتو کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د یوې لنډمهالې هوايي نوري فایبر پراخې شبکې د رامنځته کولو امر ورکړی، چې له پولو څخه د زیارت په ټولو لارو کې غځېدلی وي.
الیاسري زیاته کړه: همدارنګه د ګرځنده ټلفون شرکتونو ته د انټرنیټ په بیو کې د کمښت امر ورکړل شوی او همدارنګه هغه شرکتونه چې په خپلې خوښې سره دا چوپړتیاوې په وړیا توګه وړاندې کوي.
هغه څرګنده کړه: د زیارت کوونکو لپاره د انټرنیټ د بیې ترڅنګ د سیمکارت د کڅوړو بیې په وړیا او تخفیفي ډول کمې شوې او داسې سیمکارتونه وړاندې کوو چې د کورنیو او بهرنیو اړیکې او د انټرنیټ چوپړتیاوي پکې وړیا دي.
د عراق د معلوماتو وزیر ټینګار وکړ چې دا چوپړتیاوې به د عربستان، کویټ، ایران او لبنان له هېواد څخه هر هغه زیارت کوونکي ته وړاندې شي چې عراق ته راځي.
هغه زیاته کړه: د Supercell شرکت د کاظمین حرم په شاوخوا کې د وړیا انټرنیټ چوپړتیاوې وړاندې کړي او په نجف اشرف او کربلای معلی کې هم د Iraqcell شرکت له لوري د وړیا چوپړتیاوو وړاندې کولو په حال کې یو.