IQNA

د حسیني د نړیوالو آثارو د ملاتړ جشن جوړېږي

16:49 - August 19, 2023
د خبر لمبر: 3487808
ایکنا – (کربلا) د حسیني د نړیوالو آثارو د ملاتړ جشن به د « جائزة الطف » په نوم د اربعین په پلي تګ لاره کې ترسره شي.

د ایکنا د راپور له مخې، د امام خمیني (ره)  موکب د حسیني د نړیوالو کارونو د ملاتړ په موخه د جائزة الطف تر نامه لاندې یوه جشنواره جوړوي.

د زندگي سبوح سیرت کلتوري هنر انسټیټیوټ، د ګوهرشاد نړیوال انسټیټیوټ، ډیما رسنیز هنري کور، حبیب ټلویزیون او بیت الجواد کربلا د دې فیسټیوال په تنظیم کې همکاري کوي.

مینوال کولای شي د صفرې میاشتې تر پنځمې نېټې پورې په دغه جشن کې د امام حسین (ع) د پېژندنې په اړه فلمونه، کیسې، عکسونه او یادګارونه او آثار په دې فسټیوال کې نړیوالې برخې ته وسپاري.

دغه فسټیوال د صفر د میاشتې په اوومه نېټه د اربعین په پیاده لاره کې د امام خمیني (ره) په موکب کې ترسره کېږي او ګټونکو ته به کربلا ته د سفر جایزې او د فسټیوال تندیس ډالۍ ورکړل شي.

په فیسټیوال کې برخه اخیستونکي باید خپل آثار د NB83843@gmail.com پتې ته واستوي او د اړتیا په صورت کې +989226389404 ته زنګ ووهي.

https://iqna.ir/fa/news/4163173

captcha