ایکن، ناصر ابوشریف بیګا د قم په چهار مردان جومات کې د اسلامی انقلاب د بریالیتو د پنځه څلویښتمې کلیزې په دستورو کې ووئيل، اسلامی انقلاب اسلامی امت خپل اصلي هویّت ته بیرته ګرځولی دی ، دا چې دغه انقلاب د فلسطین موضوع د خپلې چورلیزي موضوع په توګه بللې ، له اسلامی چوکاټونو لیرې کومه موضوع نه ده.
ابوشریف ددې خبرې په کولو سره چې لویدیځي استعمار ، د اسلامی امت اصلي دښمن او وحشی صهیونیسټي رژيم هم ددغې دښمنۍ په لومړنۍ کرښې کې دی ،روښانه کړه ، حضرت امام خمینی د یوه شجاع دیني شخصیّت په توګه د فلسطین مسئله د اسلامی امت د یوې اصلي موضوع په توګه راوسته .
د اسلامی جهاد غورځنګ نماینده ووئیل، ارواښاد امام په خپل دور اندیش او سټراټژيک نظر سره ، مشخصه کړه چې لویدیځي استعمار او نور استعمار پال و دهغوي په سر کې امریکا، له اسلامی امت سره ددښمنۍ لپاره فعالیتونه کوي. هغه ټينګار وکړ، د اسلامی امت لپاره ستره خطره وحشي او جنایتکار صهیونیستي رژيم دی چې د اسلامی امت په زړه کې واقع کړئ شوی دی. هغه په دوام کې ووئیل، داسلامی انقلاب ستر لارښود هم په دې باب د حضرت امام خمنیی کړن لاره چې فلسطینئ موضوع د اسلامی امت یوه لومړنۍ مسئله ده ساتلې او هماغه راز ئې دوام ورکړی دی. د فلسطین د اسلامی مقاومتی چورلیز دغه مسئول مقام ووئیل ځيني خیال وي و چې صهیونیسټي رژيم یوازې د فلسطینیانو دښمن دی ، خو دا تصوّر او خیال بالکل غلط دی او دا د اسلامی امت،بلکې د انسانیّت دښمن دی چې باید ټول امت ئې مقابلې ته راپورته شي.