IQNA

غرور او ځان برلاسه بلل یا ځان منامي

8:13 - March 04, 2024
د خبر لمبر: 3488818
ایکنا- هغه لومړنۍ بداخلاقي چې د غرور په زیاتولو کې اغیزې شیندي او  له دې پلوه  د نورو اخلاقي رذالتونو سرچشمه هم ده .

 غرور او تکبر یو داسې اخلاقي رذالت دی چې د خپلوانو او نورو په باب د جهل اوله خپلو د لیریکیدا سبب  ګرځي او  په جهل او بې خبرۍ کې د ډوبیدا او د شخصي او اجتماعي موقیّت د هیریدا لامل ګرځي  او همدغه چاره  د ډیرو زیاتو مادي او معنوي تاوانونو سبب ګرځي .  مغرور او کبرجن کسان همیشه په ټولنې کې کرکیجن وي او د نامحدودو توقعاتو په خاطر له ټولنیزې انزوا کې ښکیلیږي.

غرور د نورو په نسبت د ځان برلاسی بللو، ځان منامئ او د تکبر،سپکاوي کولو او عجب، کینې او حسد  په څیر د نورو رزیلو صفتونوسرچینه او د تواضع د پریښود سبب کیږي.د خداوندمتعال له درګاهه د شیطان د شړل کیدا یو اصلي عامل د هغه همدغه ؛غرور ؛ ؤ او د نبیانو د بلنې په وړاندې د ډيرو پخوانیو قومونو اوقبیلو د نه تسلیمیدا یو علت  هم د  هغوي په وجود کې د همدغه رټل شوی صفت شتون ؤ.

لومړنۍ هغه بد اخلاقي  او ځيږوالی ئې چې د ابلیس دغرور په زیاتولو کې ئې اغیزې شیندلي وې،حضرت آدم ته له سجدې کولو  د هغه د سرغړونې علت  د هغه د جنس برلاسه کیدا یعني  پرخټې د اور برلاسی  وباله. قَالَ انَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِى مِنْ نَارٍ وَ خَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ» (اعراف:12). پردې اساس وئيل کیدلی شي ، همغه شان چې  د نړۍ دمستکبرانو مخکښ ابلیس دی ، د عالم د مغرورو و کبرجنو  مخکښ هم هغه دی او دا دواړه ،یعني ؛غرور؛ او استکبار ؛ د یوه بل لازم او ملزوم دي.

خداوندمتعال  دمغرورو کسانو برخلیک  په قرآن کریم کې بیان کړی دیڅو انسان  ترهغه حده چې وتوانیږي، له دغې اخلاقي ګناه ډډه وکړي. «وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ» (حدید: 14). د نوح قوم هم یو مغرور او کبرجن قوم ؤ.؛فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ» (هود:27).

انسان کله د غرور او کبر په  وسیله غولیږي،نو باید په یاد ولري چې  هر هغه صفت چې هغه  پر نازیږي، او  دهغه په وسیله ، خپل مقام او شان  د نورو په نسبت برلاسه ګڼي ، خداوندمتعلا   هغه صفت  په نامحدود شکل لري ، پس ،  د غرور او ځان منامئ نور هیڅ ځای نشته.

captcha