ایکنانیوز د آوا له قوله راپور راکړ ، دافغانستان د هرات د زندان عمومي مدیر مولوي محمد نبي خلیل وايي،د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولایت له زندانه ۲۵۲ بندیان خوشي شوي دي چې په هغو کې ٣٩ ښځې او ١٣ ماشومان هم شامل دي، چې بخښل شوي دي.
د هغه په وينا، د ١٧ نورو کسانو د حبس اندازه کمه شوې ده.
مولوي خليل يادونه وکړه، چې د هرات له زندانه خوشې شوي کسان زياتره هغه کسان دي، چې په سپکو جرمونو بنديان وو او د اختر په مناسبت بخښل شوي وو.
دغه راز د افغانستان د غور ولایت د استيناف محکمې عمومي مشر شيخ مولوي عبدالکريم صميم ههم وايي، د غور له ولايتي زندانه ٥٠ بنديان خوشې شوي، چې ٤١ نارينه او ٩ يې ښځې دي.
له بلې خوا د نيمروز د محاکمو مطبوعاتي مسئول مولوي سخي احمد جلالي هم وايي چې د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولايت له مرکزي زندانه ٩٥ بنديان او ٥٩ تنه نور د بند په موده کې خوشي شوي دي.
په همدې حال کې د فراه ولايت د استيناف محکمې رييس مولوي محمد ګل صياد وايي، چې د هغو ١١٦ تنو له ډلې څخه چې د خوشې کېدو په حال کې دي، له دې جملې څخه ٩٢ تنه هغه بنديان دي چې په بېلابېلو سيمو کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په جرم نيول شوي وو.
د یادولو وړ ده چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو د مشر ملا هبت ا... اخوندزاده په حکم د ټول هیواد له زندانونو ۲۸۵۵ تنه خوشي شوي دي.