له الاخبار څخه په نقل، د موریتاني د معارف او اسلامي چارو وزارت په یوه بیانیه کښې د د دغه هیواد د ټولو جوماتونو له سپیکرو څخه شپه ورځ د قرآن کریم د تلاوت خپرولو حکم صارد کړ.
په دغه بیانیه کښې راغلې: د موریتاني ټول جوماتونه به، د کورونا له شر څخه د نړۍ د خلکو او اسلامي امت او د دغه هیواد د حفاظت او د دې بلا د دفع لپاره له خدای څخه د دعا او تبرک اخیستلو لپاره شپه ورځ له اسپیکرو څخه د قرآن کریم تلاوت خپره وي.
د دې هیواد د اسلامي چارو د وزارت مشیر یسلم المقاري هم د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلې: د معارف او اسلامي چارو وزارت د جمهوري موریتاني د جوماتو له سپیکرو څخه شپه ورځ د قرآن کریم تلاوت خپرولو حکم صادر کړی.
3887010