په اندونیزیا کښې د ایران له کلتورې سازمان څخه په نقل، د شرقي جاوه والي خفیفه ایندر پاراوانګسار د اندونیزیا موزه ریکاډ په مراسمو کښې د قرآن کریم په آنلاین توګه ترټولو لوې ختم ترسره کولو باندې دوه جایزې وګټلې.
هغه دا دوه جایزې د سږ کال د رمضان المبارک په میاشته کښې د قرآن کریم د نازلیدو د جشن او به ۲۰۲۰ کال کښې د قرآن کریم ترټولو لوې آنلاین ختم پروګرام ترسره کولو له سببه ګټلي دي.
د قرآن کریم د نازلیدو جشن هغه مراسم دي چې د رمضان په ۲۷ د لیلة القدر په شپه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې مسلمانان ترمینځه ترسره کېږي.
د جاوه والي څرګنده کړه: دا ریکارډ په اندونیزیا کښې یو معمولي ریکارډ نه دی، بلکې نړیوال ریکارډ ګڼلی شي. دا کار نه یواځي د شرقي جاوه د ښاریزو لپاره د افتخار سبب دی بلکی د اندونیزیا د ټول ولس لپاره د افتخار وړ دی.