سی این این ټیلیويژني چینل راپور ورکړی،د امریکا دکانګرس د بهرنی سیاست دکمیشن یوه غړي او د سعودي عربستا د ولی عهد په سیاستونو نیوکه کونکي ټام مالینوفسکي په کینیډا کې د خپل یوه مخالف د ترور لپاره د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د هڅې ادعا تائيد کړې او وئیلی ئې دي ، کله یو کس په برمتګرۍ ، د ترهه ګرو په لیږد ،وژلو اوشکنجو مشهور دی ، او درته پيغام لیږي ، او ګواښي دې ، چې غمیزه به درپيښه شي ، نو منصفانه خبره ده چې فرض کړو دغه شان نیّت لري .
د کینیډا دحکومت دعمومي امنیت وزیر بیل بلر هم په پنجشنبې ورځې په تلویحي ډول په کنیډا کې د خپل یوه مخالف دترور لپاره د محمد بن سلمان هڅه محکومه کړې ده .
د بني سعود کورنۍ ولی عهد محمد بن سلمان یوه پخواني سلاکار سعد الجبري په واشنګټن ښار کې په یوې امریکائي محکمې کې د هغه دترور لپاره دهڅې په دلیل په محمد بن سلمان شکایت کړی او وئیلی ئې دي ، محمد بن سلمان د کمال خاشقجي له بوږنونکي وژلې وروسته د هغه د ترور لپاره هم څو کسان د هغه د ترور لپاره لیږدولي دي ، چې د کینیډا امنیتي چارواکي هم د ترور په یوه ټيم مشکوک کیږي او او هغوي ته له یوه کس پرته چې ډيپلوماټيک پاسپورت ئې درلود،نورو ته کینیډا ته د ورتلو اجازت نه دی ورکړی .
د امریکا داستخباراتي ادارې سي آئي اې څيړنیزو نتیجو هم تآئيد کړې ده ، چې محمد بن سلمان دجمال خاشقجي د وژلې اصلي مسئول دی .