IQNA

د طالبانو لومړیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده

16:47 - December 19, 2021
د خبر لمبر: 3485143
تهران (ایکنا) -د طالبانو د موقته حکومت ویندوي وویل چې د اسلام آباد په غونډه کښې د دغې ډلې لومړیتوب، له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده

ایکناخبری آژانس د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ ، د طالبانو د موقته حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې وویل: په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسیسې  په نننۍ غونډه کښې زمونږ لومړیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا او له افغانستان سره د اقتصادي، انساندوستانه او سفارتي مرستو پراختیا ده.

مجاهد د افغانستان له خلکو سره په مرسته کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې په رول باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې د پانګونې لپاره بلنه، د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره همکاري او په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندل د دغې غونډې ایجنډا ده.

د ویلو ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره پرون پاکستان ته تلی دی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109890

captcha