او په سویډن هیواد کښې یې د قران کریم د سوځولو لړۍ پیل کړي ده له اسلام سره د مبارزې کولو په تر ټولو نوي اقدام کښې د سویډن په جنوب کښې د لاندسکرونا ښار په پارک کښې یو بل قران مجید وسوځوه.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ راسموس پالودن دغه دین ضده حرکت د سویډن د پولیسو په ملاتړ سره ترسره کړ او د ډانمارک د «سخت خط» په نوم ګوند چې راسموس پالودن یې مشرۍ کوي دغه اقدام په تیرې جمعې ورځې په ژوندي ډول په خپلې فیسبوک پاڼې باندې خپور کړ.
پالودن دغه راز د مسلمانانو پرضد له خپلو دغو لمسونکو اقداماتو مخکې په تیرې روژې میاشت کښې په سویډن کښې مسلمانان میشته سیمو او د هغوې جوماتونو ته نږدې سیمو کښې قران کریم په داسې حال کښې وسوځوه چې پولیسو د هغه ملاتړ کاوه.
د قران مجید له دغه سوځولو وروسته د سویډن د اوپسالا ښار د جامع جومات مخ ته د مسلمانانو لخوا اعتراضیه غونډه وشوه کومه چې د نښتې سبب شوه.
د سویډن د پولیسو او د اعتراض کونکو ترمینځ په اخ وډب کښې شپږویشت پولیس او څوارلس اعتراض کونکي ژوبل شوي او د پولیسو شل ګاډي هم ویجاړ شول.
راسموس پالودن له دوه زره اولسم میلادي کال څخه په ډانمارک کښې په خپلو لمسونکو اقداماتو پیلولو سره د ډانمارک په بیلابیلو ښارونو کښې قران کریم ته اور ورکوي او په تیرې اپریل میاشتې کښې یې هم د سویدڼ په جنوب کښې په« لینشوپینګ» ښار کښې یې قران مجید وسوځوه .