IQNA

د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د درست ایران د جمې لمانځه امامان

د جمعې لمونځ،داسلامی نظام د نرم قدرت د لړۍ یوه ترټولومهمه کړۍ ده

17:35 - July 27, 2022
د خبر لمبر: 3486030
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د درست ایران د جمعې لمانځه د امامانو په ټول کې دمیرمنې او حجاب موضوع ته په اشارې سره وفرمائيل؛یوې وړتیا او شرف لرونکی ایرانئ میرمنې د لویدیځي تمدن دروغو او ادعاګانو ته تر ټولو مهم او ستر ګوزار ورکړی  او دوي په دې موضوع ډیر زیات غوسه دي.

ایکناخبري آ ژانس راپور راکړ داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د جمعط لمانځه د  امامانو په ټول کې پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ دا موضوعګانې د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب له هماغه پیله تل مطرح دي او په دا وروستیو کې هم یو ځل بیا د حجاب اوستر په پلمه،هماغه ناکامې هڅې په تکراریدا دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود روښانه کړې ده،څو کاله مخکې،په یوې غونډې کې له ما پوښتنه وشوه چې د میرمنې په موضوع کې،دلویدیځ په مقابل کې څه دفاع لرئ، چې مو ووئيل؛دفاع نه لرم،حمله  کوم، دوي چې میرمن ئې په یوه شي بدله کړې ده ، باید دفاع  وکړي او ځواب ورکړي::

 دوي  ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ولې  په یوهیړ او بیابیا د امریکا او انګلستان  او د دوی د تالي څټو رسمي او حکومتي رسندوئې د حجاب په پلمې سره،د میرمن پر موضوع یرغل کوي؟ او آیا واقعا  لویدیځوال د ایرانئ میرمنو د حقوقو مدافع  دي؟، ووئيل؛لویدیځوال  هماغه دي چې که  ئې وس وائ نو د ایران پر ملت به ئې اوبه هم بندې کړې وائ، هماغه شان چې د  هماغو ګلانو په څير د  واړو ماشومانو پر درملو  ئې بندیز لګولی دی  او اجازت نه ورکوي چې دغو واړو ماشومانو ته درمل ورسیږي،نو اوس لویدیځوال واقعا د ایرانۍ میرمنې لپاره زړه سواندي شوي دي ؟

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز روښانه کړې ده،لویدیځوال کلونه کیږي،چې وائي ترهغه وخته چې میرمن  له شرعي  او اخلاقي پابندیو آزاده نشي،نوپرمختګ نشي کیدلی او لوړو علمی ،سیاسي او اجتماعي درجو ته  نشي رسیدلی، خو  یوه ایرانۍ میرمن په څه دپاسه څلویښتو کلونو کې توانیدلې ده ،په اسلامی حجاب او څادر سره په مختلفو علمی ،اجتماعي ،سیاسی ،سپورټي،مدیریّتي ،اقتصادي او کلتوري ډګرونو کې حاضره شي  اوسرلوړیو  او بریالیتوبونو ته ورسیږي. داسلامی انقلاب  معظم لارښود،د اسلامی جمهوری نظام ستر کار،د لویدیځي تمدن دهوّیت مرکزي ټکی او هڅې ،یعني له سیاسته ددین جدا کولو ناکامول  وبلل او وې فرمائيل؛نه یوازې ئې ځان وساتۀ،بلکې د ایران په پرمختګ سره ئې  د دین او سیاست د  دجلا بریښولو لپاره  د لویدیځوالو اوږدې او ډيرې هلې ځلې  هم له چیلنج سره مخامخ کړې،پر دې اساس دلویدیځي قدرتونو مافیا چې په سر کې ئې امریکااو صهیونیسټان او دهغوي پانګوال دي، او د هغوي ویټریّن دی،په دغه ځلیدونکي حقیقت عصباني ،لالهانده دي ، او په دایمي توګه داسلامی اسلامی جمهوریت ته دګوزار ورکولو لپاره په پلانونې بوخت دي .

https://iqna.ir/fa/news/4073766/رفت

captcha