IQNA

د اسلام دښمنان د یمن جنګ د اقتصادي جنګ په لور کاږي

16:33 - September 10, 2022
د خبر لمبر: 3486201
ایکنا-(تهران)د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام  نن د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلیمان له مشر محمدباقر قالیباف سره لیده کاته وکړل.

د ایران داسلامی شورا مشر  دیمن دانصار الله غورځنګ  له ویندوي سره په کتنې کې  ټینګار وکړ،دښمنان د یمن جنګ د اقتصادي جنګ په لور کاږي.

 د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام  نن د ایران دا سلامی جمهوریت د  پارلیمان له مشر محمدباقر قالیباف سره لیده کاته وکړل.

   د ایران داسلامی شورا  مشر باقر قالیباف  د  یمن د انصار الله ولسی غورځنګ له ویندوی محمد عبدالسلام سره په کتنې کې  ووئيل،دښمنان د یمن جنګ داقتصادي جنګ په لور کاږي  څو  ولس ستړی کړائ شي، او هغه څه چې  پر مشکلاتو د غلبې سبب کیدلی شي، مقاومت،صبر،شجاعت او  د روحیې پیاوړتیا  ده.

د ایران د پارلیمان مشر په دغې کتنې کې ووئيل، هغه صحنې او د راپورونو ټولګه چې لیدل کیږي،د یمن د  ملت  اومبارزانو  او د یوه یوه یمن وال د جهادی  روحیّې ،مقاومت ،شهادت اوسرښیندنې ښودنه کوي.

 دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوي هم  په دغې کتنې کې ووئيل، یمن په داسې سختو شرائطو کې دی چې له یوه ستړیکونکي او ستومانه کونکي اوږد جنګ سره لاس او ګریوان دی،البته په دغو کلونو کې دایران د اسلامی جمهوریت  دیمن د ولس په وړاندې  حکیمانه دریځونه درلودلي دي.

 محمد عبدالسلام زیاته کړې ،دښمن په پیل کې فکر کوۀ چې په یمن کې به یو ساده جنګ ولرل شي،خو د یوې روښانه آئيډیا د شتون په برکت سره  وتوانیدو،ددغو تیریګرو په مقابل کې کلک مقاومت وکړو.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i120854

captcha