ایکنا د الرایه لهقوله راپور راکړ، د قطر حکومت یو ځل بیا په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د سپکاویو کارونه او هغه چلندونه او نفرت اچونکي خبرې چې د مسلمانانو داحساساتو د لمسونې سبب کیږي، په کلکه محکوم کړل.
په جینوا کې د قطر دایمي استازې میرمن هند عبدالرحمن په جینوا کې د بشری حقوقو د شورا په دوهم پنځوسمې غونډې کې د بشری حققوو د لوړې کمیشنرۍ د راپور د ارزونې په غونډې کې په ګډون سره پخپلې وینا کې ووئيل، ددینو او دهغود د پیروکارو په ضد د قصدا لمسؤنکو اقداماتو دخطرې په باب ددغط کمیشنرۍ راپور باید جدی وګڼل شي.
میرمن هند عبدالرحمن د اسلام او دهغو د مقدساتو په ضد په سپکاویو کې د مسئولو هیوادونو حکومتونو ته خطاب وکړ او وې وئيل، باید ددغه شان کارونو د تکراریدا دمخنیوي لپاره دې جدي تدبیرونه غوره کړي او د سپکاویو اړونده عوامل باید سخت سزا کړي. په تیره دا چې د مسلمانانو د احساساتو د لمسونې او دهغوي دمقدساتو دسپکاویو لپاره او دغه راز د هغوی په ضد تاؤتریخوالو ته د لمسونې قصدا اقدامات کیږي، چې باید مخه ئې ونیول شي.