ایکنا د دینونو اومذهبونو دپوهنتونن دعمومی اړیکو له قوله راپورراکړ،حجةالاسلام ابوالحسن نواب چې دی وه پلاوي په مشرۍ واتیکان ته تللی،د نړۍ د کاتولیکانود رهبر پاپ فرانسیس سره ئې دهغه په کور کې لیده کاته وکړ.
ددغه راپور په اساس، په دغې کتنې کې چې په بشپړ صمیمي فضا کې شوي ،حجةالاسلام نواب د دینونو او مذهبونو دپوهنتو د فعالیتونو اورسالت په بیانولو سره ووئيلو د دینونو او مذهبونو د پوهنتون اصلي رسالت په نړۍ کې د سولې او دوستۍ د پراختیا لپارهد ټولو دینونونو روزنه ده.
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس هم په دغې کتنې کې ددینونو وا مذهبونو دپوهنتون دعلمی او نړیالو فعالیتونو سره په لازیاتې آشنائۍ سره ووئيل ،نن سبا داسلام اومسیحیّت اړیکې وار د واره د تیر وخت په نسبت لا ښې او دا د هغو ټولو کسانو دهلوځلو یوه نتیجه ده چې پهدغې لارې کې ګام پورته کړی دی.
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر همدارازد دینونو او مذهبونو دپوهنتون په وسیله د خپرو شوو آثارو په لیدو دا حیرانونکی وبلل او وې وئيل، دغه کار هماغه د وحي په بیانولو کې د نبیانورسالت دی .
هغه ټینګار وکړ، مونږ ددینونو او مذهبونو په پوهنتون کې دمسیحیّت د څوکۍ د تاسیس ملاتړ کوو.
په دغې کتنې کې دحجةالالسلام ابوالحسن نواب په وسیله د دینونو او مذهبونو په پوهنتون کې خپره شوي آثار هم دنړۍ دکاتولیکانو رهبر ښاغلي پاپ فرانسیس ته وړاندې شول.
https://iqna.ir/fa/news/4127692