IQNA

په نابلس او د حضرت یوسف (ع) پر مقبرې د صهیونیسټانو د برید له امله ۵۸ فلسطینیان ژوبل شول

16:08 - August 16, 2023
د خبر لمبر: 3487798
ایکنا – (فلسطین) د اردن سیند په لوېدیځه غاړه او د نابلس ښار په ختیځ کې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله، ۵۸ فلسطینیان ژوبل شوي.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې صهیونیسټي پوځیانو نن سهار د نابلس په ختیځ کې د بالاتا پر سیمې حمله وکړه.

 اسرائيلي پوځ د بالاتا په سيمه کې هم د فلسطينيانو دوه کورونه په بمونو والوزول.

 له بلې خوا فلسطیني جنګیالیو چې د نابلس د کنډک نابلس په ګډون، د اسلامي جهاد غورځنګ له پوځي څانګې «سرایا القدس» سره تړاو لري، د صهیونیسټي رژیم له پوځیانو سره سختې نښتې وکړې.

 نابلس کنډک په یوه بیانیه کې ویلي چې: د دغه کنډک جنګیالیو وتوانیدل چې د بالاتا په سیمه کې اشغالګر عسکر په سختو ډزو سره په نښه کړي او په لاره کې یې څو بمونه هم وچاودید.

په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې د چهار شنبې په ورځ د حضرت يوسف (ع) په مقبرې باندې يرغل وکړ.

 صهیونیسټي پوځیانو وروسته له هغه له فلسطینیانو سره نښتې وکړې چې د هغوی د حملې په اعتراض کې یې لږ تر لږه ۳۲ تنه فلسطینیان ژوبل کړل.

 په نیواکګرو سیمو په تېره بیا په لوېدیځه غاړه کې په دې ورځو کې حالات ډېر د اندېښني وړ دي او فلسطینیان د صهیونیسټانو بې شمېره جنایتونو ته په هرډول ځواب ورکوي .

 تر اوسه پورې صهیونیسټان یوازې د نیول شویو سیمو په سویل او د غزې په سیمه کې له فلسطینیانو سره ښکېل وو، خو اوس د فلسطین په ختیځ کې لوېدیځه څنډه د خپلو ځوانانو د وسله والو ځواکونو له امله د بزدله صهیونیسټانو په پټنځای بدله شوې ده.

https://www.avapress.com/ps/news/274962

captcha