IQNA

د افغانسان د ملابرادر په مشری افغان طالب پلاوی تهران ته راغی

16:37 - November 04, 2023
د خبر لمبر: 3488217
ایکنانیوز-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشری یو جګپوری پلاوی تهران ته ورسېده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د  افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشر د ځانګړي استازی حسن کاظمې قمې د رسندویې مرستیال میثم مهدی پور په وېنا، ټاکل شوې ده چي دغه جګپوري پلاوي د اقتصادي همکاریو، پانګونې، ټرانزیت او سوداګریزو ډګرونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

همدارنګه په دغه سفر کې به د ګمرکاتو او ورسره نورو اقتصادي مسائلو باندې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په هکله هم بحث وشي.

دا په داسي حال کې دې چي په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د ایران ونډه له ۳۵ سلنې زیاته شوې ده او په ایران کې هم افغانانو د پآم وړ پانګونې کړې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141004

captcha