IQNA

په الجزایر کې د نړۍ دریم لوي جومات رسما افتتاح شو(فیلم)

8:00 - February 27, 2024
د خبر لمبر: 3488791
ایکنا- د الجزایر  په پلازمینې محمدیه سیمې کې واقع  الجزیره جامع جومات د مخ کتنې دستورې  چې د افریقا ترټولو لوي جومات او د نړۍ دریم لوي جومات شمیرل کیږي، د کب دمیاشتې په شپږمه نیټه د دغه هیواد دو لسمشر عبدالمجید تبون په شتون سره  ترسره شوې.

ایکنا نیوز د النهار له قوله راپور راکړ،  د الجزایر  دپلازمینې  په محمدیه سیمې کې  وقاع الجزیره جامع جومات رسمي افتتاح د کب د میاشتې په شپږمه نیټه د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون په شتون سره په رسمي توګه ترسره شوه او په جمې لمونځ پکې ادا شو.

هغه ددغه لوي جومات له افتتاح مخکې ددغې مذهبی ،علمی او ټوریسټي  ودانۍ په باب یو مستند فیلم  هم ولیدو.

دغه جومات چې له مسجدا لحرام او مسجد النبی وروسته د نړۍ دریم لوي جومات شمیرل کیږي، یوه لویه ودانۍ ده ، په ماډرن معمارۍ سره چې په کابو ۲۸هیکټره مځکې  کې  جوړه شوې ده .

د جومات داخلي معماري په سنګ مرمر  او د لرګي په ښکلاؤ سره  په اندلسی سټایل سره  شوې  چې د قرآن کریم آیتونه پکې تر شپږکلومیټرو په حدودو سره په خوشخطۍ سره لیکل شوي دي.

 

د الجزایر په  جامع جومات کې د یولک شل زره کسانو د لمانّځه اداکولو  ګنجایش شته او  مناره ئې په ۲۶۷میټرو سره د نړۍ ترټولو لوړه میناره شمیرل کیږي . دغه  جومات  د یو ستر کتابتون په درلودلو سره ،د دیني او قرآني علومو د زده کړې او څيړنو په یو لوي مرکز بدل شوی دی.

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ددغه جومات  د پلازمینې الجزیره  جومات د مینارې په درویشتم پوړ کې واقع د اسلامی تمدن د میوزیم د لیدو پهوخت د الجزایر ددغه مرکز او دارالقران  دفعالیتونو بشپړ ملاتړ  باندې ټينګار وکړ.

تبون ددغه میوزیم  مختلفې برخې  چې د الجزایر د اسلامی تاریخ ځینی مهمې برخې روایتوي، هم کتنه وکړه. په دغو برخو کې کتابونه ، او د تاریخ په مختلفو پړاؤنو کې دالجزایر د عالمانو او شخصیّتونو  شخصي وسایل او مکاتبې خوندی ساتل کیږي.

پر دې سربیره  د قرآڼ کریم یو شمیر هغه تاریخي نسخې  چې په دغه هیواد کې ئې کتابت شوی دی ،  په دغه نندارتون کې د دیني علومو په زمینې کې  دمختلفو کتابونو د خطي نسخو ترڅنګ نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه  دالجزایر  له دارالقرآن څخه  چې د لوړو اسلامی علومو مدرسه ده ،هم کتنه وکړه. دغه مدرسه د افریقا د لوئې وچې په ترټولو لوي دینی مرکز کې واقع ده .

https://iqna.ir/fa/news/4202061

captcha