ایکنا نیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، دغه جومات د عربستان د یوه خدای بخښلی تاجر عبدالعزیز عبدالله شربتلی په نامې سره او د یو شمیر حکومتي چارواکو اوتاجرانو په شتون سره افتتاح شو.
د نوي جومات جوړیدا چې تقریبا تر شپږو میاشتو پورې وخت ئې واخست،د سعودي عرب د یوه تاجر وجنات محمد عبدالواحد په نوښت د هغه د خدای بخښلي ماندنې روح ته د احترام په خاطر ترسره شوې ده. دغه جومات څه دپاسه پنځه زره شپږ سوه مربع میټر مساحت لري چې جوړیدا ئې د په نړۍ کې د 3 ډي پرنټرونو د یوه چیني تولیدونکي شرکت Guanli په وسیله د تولید شوو ۴ پرنټرونو څخه په استفادې سره ترسره شوې ده.
وجنات محمد عبدالواحد په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې غواړي، عربستان ته د ددغې ماډرن ټيکنالوجۍ په معرفۍ او واردیدا کې ګډون وکړي ، هغه وئيلي دي چې ددغه هدف د پوره کیدا لپاره ، ئې د خپلې مرحومې ماندنې په یاد د یوه جومات د جوړولو آئيډیا په ذهن کې یوه آئيډیا راغله چې دا په نړۍ کې لومړنی جومات وي چې په 3 ډي پرنټینګ ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره جوړیږي. هغه دغه راز وئيلي دي ،دا د ټيکنالوجۍ په دنیا او د ماډرن کنسټرکشن په نړۍ کې د کیفیّت د لورنیونې او په درستې نړۍ کې د تل پاتې جوړښت د رودو او معمارۍ د نوښتونو په زمینې کې یو ګام دی.
وجنات محمد عبدالواحد ، له دغې ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره پر پرنټینګز ډيرې آزموینې کړي دي څو د ښاریزو دضرورونو او د تائيد شوو سټینډرډونو له پلوه د عربستان له چاپیریال سره د هغوي له تناسبه ډاډمن شي.
په نړۍ کې په دغه ډول سره د لومړني جومات په جوړونې کې له 3 دي پرنټيګ ټيکنالوجۍ څخه استفادې د معمارۍ او کنسټرکشن په دنیا کې د نوښت لپاره راتلونکي افقونه پرانیزي ؛ 3 ډي پرنټینګ ټينکالوجي، له یوه 3 ډي ډيجیټلي ماډله استفاده کوي، دغه ماډل د یوه 3 دي سکینر له لارې یا له کمپیوټري پروګرامونو څخه په استفادې سره د هغو په پلانونې سره په یوه فیزی کي ي بدلیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4204051