IQNA

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر: له اسرائیلو سره روغه مهمه ده

6:15 - December 06, 2020
د خبر لمبر: 3483883
تهران (ایکنا) - د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې له صهیونیسټي نیواکګر رژیم سره روغه په سیمه کې د ثبات او پیاوړتیا لباره یوه مهم او سم ګام دی.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بن عبدالله، ادعا کړې چې له صهیونیسټي نیواکګر رژیم سره روغه په سیمه کې د ثبات او پیاوړتیا لباره یوه مهم او سم ګام دی.
هغه د مدیترانې د خبرو اترو په مجازی سیمینار کې ادعا وکړه: "له اسراییلو سره د سولې تړونونه د فلسطین د ځمکو د نیواک مخه نیسي (په نیول شوي فلسطین خاوره کې) او په سیمه کې د ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي."
بن فرحان همدارنګه د ریاض به له یوې عادلانه سولې موافقې ملاتړ وکړي چې فلسطینیانو ته به یو خپلواک دولت ورکړي.ټینګار وکړ.
په خپلو څرګندونو کې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د عربستان د سولې په پلان کې دې ته هیڅ اشاره ونه کړه چې یو خپلواکه فلسطینی دولت باید د 1967 په پولو کې او د بیت المقدس له پلازمینه سره وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي استخباراتو پخواني مشر ترکی الفیصل تیره ورځ ویلې و چې د هغه هیواد د اسرایل سره د اړیکو عادي کولو ته چمتو نه دی.
3939083

captcha