ایکنانیوز راپور راکوي، د پاکستان ددیني او سیاسی چارو کارپوه ډاکټر غیور غالب نن له ایکنانیوز سره پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د درې ورځني سفر په باب په خصوصي مرکې ووئيل، په موجوده سیمه ایزو او نیړوالو بدلونونو او دغه راز په پاکستان کې د نوي حکومت په رامینځةکیدا پسې دغه ه یواد ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیمي سفر ډير اهمیّت لري او دا په داسې حال کې دي چې د سیمه ایزو بدلونونو په تیره بیا د غزې د مظلومو خلکو د مظلومیّت او ملاتړ کې ددواړو هیوادونو د حکومتونو او ولسونو دریځ تقریبا یو شان دی او دا د اسلامی نړۍ د ورځې یو ضرورت دی چې باید اسلامی هیوادونو مشران په راشه دیرشه سره ددغه دریځ د یووالي او اتحاد په خاطر پځپلو کې سره اړیکې پراخې کړي او غږملتیا سره نوره هم زیاته کړي. دا سفر ممکنه ده د ګاونډیو هیوادونو او د اسلامی امت لپاره یو بیلګه سفر شي.
له ډاکټر غیور غالب سره شوي مفصله مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.