د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر ابراهیم رئیسي به په ټاکل کیدا پسې سبا په تهران کې د ولسمشر په توګه لومړنی خبری کنفرانس وکړي.
داپه داسې حال کې دي د ایران د اسلامی جمهوری اوسني ولسمش حسن روحاني د خپل حکومت په وروستیو شپو ورځو کې د کابینې په غونډې کې اقتصادي کمیشن ته سپارښتنه کړې ،چې د هیواد اقتصادي چارو په باب دې بشپړ راپور نوي ولسمشر ابراهیم ریئسي ته وړاندې کړي څو دراتلونکي لپاره ورځیني استفاده وکړائ شي .
داپه داسې حال کې دي چې چې د ایران داسلامی جمهوریت نوي ولسمشر ابراهیم رئیسی ته دنړیوالو شخصیتونو د مبارکۍ پیغامونه هماغه راز دوام لري . د لبنان د حزب ا.. غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د مبارکۍ د پیغام په لیږدلو سره روښانه کړې ده، د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره دمقابلې د قدرت او د راتلونکي لپاره د ایران دملت او د سیمې دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .
همداراز د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ او حماس غورځنګ مشرانو او همداراز ځینو نورو نړیوالو شخصیتونو هم ابراهیم ریئسي ته مبارکۍ په پیغام لیږدولو سره هیله ښودلې چې د سیمې او نړۍ د سولې اوثبات او د تیریګرو او جنایتکارو د وحشي ډوله اقداماتو دمخنیوي لپاره د ایران رغنده رول نوره هم پیاوړی شي . همداراز د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا... هم پخپلو جلا جلا پیغامونو کې دمبارکۍ په وئیلو سره له ایران سره ددوو اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا او دسیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو په ا ړه د سوله ایزو اقداماتو دزیاتیدا هیله کړې ده .
3978787