ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره په کتنې کې ووئيل ، دسورې پوځ باید ددغه هیواد پر درستو پولو تسلط ومومي او ددغه هیواد ملي حاکمیّت ته دې داحترام په سترګه وکتل شي .
ابراهیم ریئسي په دغې کتنې کې د سورېئ د حکومت او ملت لپاره د بریالیتوب او پیاوړتیا په هیلې کولو سره ووئيل ، راتلونکی به ددغه هیواد د ولس په ګټه وي او د سورئې د ملت صبر او مقاومت ، ددغه هیواد او سیمې د راتلونکي د روښانه کیدا لامل شي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل ، د سورېئ د فرات له ختیځ او درسې سیمې څخه د امریکا وتل ، د لویدیځي آسیا د بحرانونو اوترینګلتیاؤ جرړه ایزه او سیاسی حل لاره ده او هماغه ډول چې داسلامی انقلاب معظم لارښود هم فرمائيلي دي ، امریکایان باید له سورې ووځي .
فیصل مقداد هم په دغې کتنې کې د ایران ولسمشر ته د سورئې د ولسمشر بشار اسد ګرَم سلام ورساوۀ او دغه راز ئې ددغه هیواد د اوسنیوسیاسی اوامنیتی حالاتو په باب یو راپور هم وړاندې کړ .
دسورئې خارجه وزیر ددغه هیواد د مسئلو امشکلاتو دحل لپاره دخپل حکومت په کلک هوډ او ارادې په ټينګار سره ووئيل ،مختلف ډيپلوماټيک او سیاسی نوښتونه په ایجنډا کې شامل شوي دي . د سورئې خارجه وزیر په ایران کې د آستانې د خبرواترو د بریالیتوب لپاره د تهران د ناستې په قدرونې او ددغې غونډې په بریاؤ دخوښۍپه څرګندولو سره ووئيل،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د ایران د ولسمشر نظرونه،د تهران او دمشق ترمینځ د همتړون کیدا ښودنه کوي .