IQNA

د آيت الله حسینی حایری نیوکې

مقتدی صدر ناڅاپی له سیاسته ګوښه شو

16:42 - August 29, 2022
د خبر لمبر: 3486154
 ایکنا-(تهران) دعراق یو دیني مرجع آیت ا... سید کاظم حسینی حائري د تقلید دیوه مرجع په توګه د صدر بهیر او پخپله د مقتدی صدر ډير کلک پلوی پيژندل کیږي، او نن ئې  له مرجیعّت څخه دخپلې څنګةکیداپه اعلان سره  په غیر مستقیم ډول مقتدی صدر  مخاطب کړ او دشهیدین صدر په نامې سره ئې دعراق  د ولس ترمینځ په درز اوتفرقې  رامینځةکولو سختې نیوکې وکړې.

ایکناخبري آژانس د ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ،د عراق د صدر بهیر رهبرمقتدی صدر نن د یوه دینی مرجع آیت الله سید  کاظم حائري له مهمې بیانیې وروسته اعلان وکړ،هیڅکله هم د رهبرۍ او مرجیعیّت  ادعا  نه ده کړې او له دې وروسته دتل لپاره  له سیاسی فعالیتونو څنګةکیږي.

 آیت ا... سید کاظم حسینی حائري  د تقلید دیوه مرجع په توګه د صدر بهیر او پخپله د مقتدی صدر ډير کلک پلوی پيژندل کیږي، او نن ئې د بوډاتوب او د صحت د کمزورتیا په دلیل له مرجیعّت څخه دخپلې څنګةکیداپه اعلان سره  په غیر مستقیم ډول مقتدی صدر  مخاطب کړ او دشهیدین صدر په نامې سره ئې دعراق  د ولس ترمینځ په درز اوتفرقې  رامینځةکولو سختې نیوکې وکړې.

 مقتدی صدر د خپلې اعلامیې په دوام کې د صدر بهیر سره اړونده درست دفترونه اواورګانونو دتړلو خبر ورکړ، په عین حال کې ئې  دشهید صدر د مرقد موسیسه ، دشهید صدر کلتوري اورګان او د شهید صدر میوزیم  له دغې تړل کیدا مستثنی اعلان کړل.

 داپه داسې حال کې دي چې  مقتدی صدر د ۱۳۹۲لمریزکال په سلواغې میاشتې کې هم له سیاسته څنګةکیدا اعلان کړې وه، او په هغې اعلامیې کې ئې هم وئيلي وو، په بشپړ ډول له سیاسته څنګةکیږي  او خپل ټول سیاسی ،دینی او اجتماعي دفترونه ئې تړلي  دي .

داپه داسې حال کې دي چې د عراق دپارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدا لس میاشتې تیرې شوي خو تر دې دمه دسیاسی ترینګلتیاؤپه تیره بیا دمقتدی صدر  د ضد او سخت دریځونو له امله په دغه هیواد کې کوم سیاسی حکومت جوړ شوی نه  دی او په وروستیو کې  ترینګلتیاوې تر دې حده ورسیدې چې ددغه هیواد لوړې قضائي شورا اومحکمه هم وتړل شوې  او ترینګلی حالات خپل اوج ته رسیدلي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4081721/مقتدی-

captcha