IQNA

د ایران حکومت د انډولیزې پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو دښه کولو لپاره هڅه کوي

15:36 - May 07, 2023
د خبر لمبر: 3487299
ایکنا-(ـتهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي ووئيل، نن سبا په ټولو اقتصادي او سیاسی ډګرونو په تناسب سره او د تیلو او ګیسو دحوزې د یوه جوړښت له نظره دډډې کولو ته په پام سره،په نوو ډګرونو کې له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادي او تجارتي اړیکو سویه په چټکۍ سره لوړولی شو.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د اسلامی جمهوریت  د علمی او اقتصادي توانمنیو د لازیاتې معرفۍ لپاره  په نورو هیوادونو کې د ایران دتجارتي دفترونو د فعالیدا خبر ورکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د ایران دصادراتي توانمنیو د پنځم نندارتون (ایران ایکسپو)په پرانیستونکو  دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دیارلسم حکومت د څه دپاسه پنځوس میلیارډ ډالري صادراتوپه ثبتولو سره  څلویښت کلن ریکارډ جوړکړی دی،ووئيل،دغه مهمه پیښه به د ایران او نورو هیوادونو ترمینځ  دتجارتي او اقتصادي ارتباط او داقتصادي او تجارتي  اړیکو د سوئې د لوړتیا سبب شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  د تجارتي دفترونو  یوه مهمه دنده  د نورو هیوادونو اقتصادي فعالانو ته د ایران د  تجارتی او اقتصادي ظرفیّتونو او توانمنیو د معرفی کول وبلل او زیاته ئې کړه،په دغه پړاؤ کې  ددغو دفترونو  په فعالیدو سره دې د غه ماموریت تعقیب شي.

ابراهیم ریئسي  په ګاونډیو  هیوادونو او دنیا کې د ایران اوسني محصولات د هغو محصولاتو په تولید کې له مدعي هیوادونو سره د سیالۍ وړ وبلل او وې وئيل، په اوسني حکومت کې د طبي تجیهزاتو او درملو او د  سلامتیا په حوزې کې لازیات ښه اقدامات  ترسره شوي دي ،داسې چې  اوس  د اړتیا وړ کابو پنځه نوي فیصدي درمل  په داخل کې تولید او صادریږي ، چې  دا د ایران یو ویاړ دی . د اسلامی ا یران ولسمشر  ددې خبرې  په کولو سره چې  دسیمې او له سیمې ورآخوا دهیوادونو څه دپاسه زر  اقتصادي مسئولان او اقتصادي فعالان او تاجران  دایران ایکسپو  نومې  صادراتي توانمنیو پنځم نندارتون  کتنه وکړي، زیاته کړه،په ایران کې په پیټروکیمیکل  او فولادي صنائعو  او فعالو کانونو کې هم  لوي  کارونه ترسره شوي  او یا دترسره کیدا په حال کې دي ، ددې په ترڅ کې چې اقتصادي فعالان  اوتاجران د سائنس او ټيکنالوجۍ پارکونه  هم لیدلی شي.

د  ایرنا په راپور کې وئيل شوي دي د ایران ایکسپو2023  نندارتون چې د  ایران دصادراتي توانمنیو پنځم نندارتون شمیرل کیږي، نن د تهران دنړیوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل شو او دمئ ترلسمې نیټې پورې به  له شپیتو هیوادونو د استازو پشمول کابو   ۷۵۰ داخلی  شرکتونو  او استازو په  ګډون سره ترسره کیږي.په دغه نړیوال نندارتون کې د متحده عربی اماراتو،پاکستان،ر وسیې،چین او ترکیې پشمول نور هیوادونه ګډون کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4139110

captcha