IQNA

د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی

13:09 - August 22, 2023
د خبر لمبر: 3487829
ایکنا – (فلسطین) فلسطیني سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د صهیونیسټي رژیم پوځیانو نن سهار د جنین ښار پر الزبابده ښارګوټي حمله وکړه. صهیونیسټانو هغه فلسطینیان په ډزو وویشتل چې غوښتل یې ښارګوټي ته نیواکګرو د ننوتو مخه ونیسي.

«عثمان عاطف محمد ابو خرج» ۱۷ کلن فلسطیني ځوان په دغو نښتو کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا مستقیما پر سر لګیدلی او شهید شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو د دغه فلسطیني ځوان په سر په مستقیم ډول ډزې وکړې.

د صهیونیسټي رژیم پوځیان هره ورځ په مختلفو پلمو پر مختلفو سیمو په حملو سره د فلسطین مظلوم ولس شهیدان ، ژوبل او بندیان کوي .

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i137478

captcha