IQNA

د عمان مفتی د یمن والو په لاس د اسرائيلو د کشتۍ درول وستایل

7:46 - November 21, 2023
د خبر لمبر: 3488304
ایکنا-(امان) د عمان پاچائۍ ستر مفتي، په  سره سمندر کې داسرائيلو د کشتۍ په درولو کې د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ دمبارزانو  عملیات وستایل.

ایکنا د سبا نټ له قوله راپور راکړ، د عمان ستر مفتي شیخ احمد الخلیلي  پرون  د یمن انصار الله غورځنګ مبارزانو ته په یوه پیغام کې  د سره سمندر کې د اسرائيلو د کشتۍ د درولو للپاره د سمندري ځواک په عملیاتو کې  د بریالیتوب په خاطرقدرونه او مننه وکړه.

د عمان ستر مفتي په دغې رسمي اعلامیې کې ووئيل، د زړه له کومې مو مننه کوم او  دیمن مسلمان،اصیل او ورور ملت ته د وحشي صهیونیسټانو  له کشتیو سره د مقابلې لپاره د تاسو  د مثبت ګام په خاطر له زړه درته مبارکي وایم او دوي خبره وکړه او بیا ئې پرې عمل وکړ.

شیخ احمد الخلیلی د یمن له درست ولسه وغوښتل څو ددغه لوي اصیل دیني ځواک ګیرچاپیره دې غونډ شي چې د کړریدلو او مظلومو مسلمانانو څخه ملاتړ کوي.

د یمن سمندری ځواک  د فلسطین ، او په غزې کې له مظلوم  ولس اومقاومتي چورلیز څخه  دملاتړ په عملیاتو کې  وتوانید، د اسرائيلو ګلکسي لیډر نومې کشتۍ په سره سمندر کې ودروي او د یمن سواحلو ته ئې منتقله کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4183176

captcha