؛ په دغه اهمیت د پوهیدا لپاره د قران کریم څلورمې سورې ته مراجعه کولای شو ؛ داسې ځای چې یوه سوره ښځو ته بیله شوي ده او د هغوې په نوم ثبت شوي ده .
د قران کریم نسا سوره د مدني سورو برخه ده ؛ یعني دغه سوره په مدینې کښې نازله شوي ده او هیله کیږي په هغې کښې ټولنیزې موضوعګانې زیات وزن ولري .
دغه سوره یوسل شپږاویا ایتونه لري او د قران کریم څلورمه سوره ده .
دغه سوره نسا یعني ښځې نومول شوي ده ، ځکه چې په دغه سورې کښې ډیر احکامو میرمنو ته اړونده دي .
په دغه سورې کښې شل ځله نسا ټکی کارول شوی دی .
د ښځو په نوم د قران کریم د یوې سورې بیلیدل په اسلام کښې د میرمنو د موضوع د اهمیت ښودنه کوي .
د ښځو د مالونو په زوره د نیولو ممنوعیت (۲۰-۱۹) د ښځو قسمونه او له هغوې سره د وادونو احکام (۲۸-۲۲) د ښځو د حقوقو رعایتول (۱۳۰-۱۲۷)او د ښځو او د سړیو د حقوقو توپیر (۳۵-۳۲) په نسا سورې کښې د ښځو د بحثونو په اصلي موضوعګانو کښې راځي .
د قران کریم نسا سوره دغه راز د واده یعني نکاح او د ارث یعني د میراث په هکله خبره کوي او پکښې لمونځ ، جهاد او شهادت ورکولو یعني د ګواهۍ ورکولو احکامو ته هم اشاره کوي .
په دې مینځ ومان کښې ښځو ته له اړونده مسائیلو سره د قران د مخامخ کیدا ډول ډول والی هم په زړه پورې چاره ده ، ځکه چې د ښځو لپاره یې یوشمیر حقوق په نظر کښې نیولي دي کومو ته چې د هغه وخت په ټولنه کښې پام نه کیده .
په دغو موردونو کښې د ښځو د مالي حقوق په رسمیت نه پيژندل دي چې د کلونو په اوږدو کښې یې پراختیا وموندله .
د قران کریم په نسا سورې کښې د تر ټولو ټولنیز ارګان یعني د کورنۍ په ساتلو او حفظ کولو ټینګار شوی دی او واده د ټولنې د عفت د ساتلو لپاره یو عامل پیژندل شوی او دغه راز د ټولنې د وګړو متقابلو دندو او د حقوقو یادونه هم کوي .