، خو د اسلام له نظره خدای پاک ج ټوله هستۍ او انسانان په یوې معلومې مودې کښې پنځولي دي؛ دغه راز د اسلام له نظره انسانانو له خلقت څخه مخکې له خپل خدای سره ژمنه او تړون کړی دی چې په ځمکه باندې د خدای پاک ج جانشین ووسي.
د قران کریم اومه سوره «اعراف» نومیږي چې په دوه سوه شپږو ایتونو سره د قران کریم اتم او نهم جزونه پکښې شامل دي ؛د اعراف سوره د مسلمانانو په تر ټولو سختو شرایطو یعني د اقتصادي کلابندۍ په پړاو کښې په مکې کښې په پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندې نازله شوه.
د قران کریم اعراف سورې د نورو سورو په شان چې په مکې کښې نازلې شوي دي د انسان د پنځون ، د توحید د اثبات ، له شرک سره د مبارزې او د پنځون په نړۍ کښې د انسان ځایګی په موضوعګانو غور کړی دی.
څرنګه چې د انسان د پنځون اول پړاو یې انځور کړی دی د انسانانو د هغو تړونونو یادونه کوي چې انسان د خلقت له پیل څخه له هغه(خدای) سره تړلي دي؛ دغه راز د توحید له لارې د انحراف د نتیجې د ښودلو لپاره د تیرو قومونو او د غه راز د نوح علیه السلام ، لوط علیه السلام او د شعیب علیه السلام په شان د پیغمبرانو په قیصو باندې غور کوي.
د قران کریم د اعراف سورې اصلي موضوعګانې په دې ډول بیانولی شو:
د انسان پنځون:-
د قران کریم اعراف سوره په مفصل ډول د حضرت ادم علیه السلام او د حضرب بي بي حوا د پنځون چې دوه لومړي انسانان وو له ابلیس څخه د دوې دوکې خوړلو او له بهشت څخه د دوې ایستل کیدا او په ځمکه باندې د دوې د ژوند کولو څرنګوالی بیان کړی دی.
له قران کریم سره انس:-
قران کریم د دنیا د خلکو په هکله د خدای پاک د ځانګړي رحمت او د خاص رحمت په لړ کښې یو کتاب بلل شوی او د قیامت ورځ د قران د تفسیر د ظهور ورځ نوموي.
د ځمکې او د اسمان د پنځون پیلیدل:-
قران کریم یوځل بیا د ځمکې او د اسمان پنځول بیانوي او له خپل پرودیګار سره په ارتباط کښې د انسانانو لار موندل او بې لارې کیدل په ګوته کوي.
د حضرت موسی علیه السلام قیصه :-
د حضرت موسی علیه السلام سرګذشت او قیصه په مفصل ډول په دغه سورې کښې بیان شوي ده.
لومړۍ په هغو پیښو غور کوو چې د حضرت موسی علیه السلام او د فرعون ترمینځ رامینځته شوه او له هغه وروسته له حضرت موسی علیه السلام سره د بني اسرائیلو کړچار بیانوي.
الهي تړونونه:-
دغه راز د هغو تړونونو چې د انسان او د خدای ترمینځ شوي یادونه کوي او انسان د خپل د ایمان او د شرک مسوول معرفي کوي او په دې اړه یې د خلکو د هدایتولو لپاره د پیغمبرانو هڅې ته اړونده قیصې بیان کړي دي.
اخرت:-
د قیامت ورځ یوه بله مسله ده چې د قران کریم په اعراف سورې کښې ورته اشاره شوي ده ؛ داسې مسله چې له خدای پرته بل هیڅوک د هغه په هکله اطلاع نلري.