د قرآن کریم د شپږڅلویښتمې سورې نامه ؛احقاف؛ نومیږي. دغه سوره چې یوه مکي سوره حسابیږي، شپږشپیتمه سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر(ص) نازله شوې ده. احقاف سوره په پنځه دیرش ایتونو سره د قرآن کریم په شپږویشتمې سپارې کې واقع دی.
دغه سوره په یویشتم آیت کې ددغه ټکي د شتون په دلیل احقاف نومول شوې ده چې د عاد قوم د کیسې او ټاټوبی په باب،یعني د حضرت هود(ع) د قوم په باب خبرې کوي.حضرت هود پیغمبر خپل قوم(عو)په احقاف ټاټوبي کې د خدای له عذابه ویرول. ددغه قوم ټاټوبی د شګو او ریږ لرونکو ؤ او احقاف د شګینې دښتې په معنا دی. دغه ټکی په قرآن کریم کې یوازې یو ځل راغلی دی.
احقاف سوره د قیامت اوپه هغه کې د مومنانو او کافرانو د وضعیّت او ځائيګي په باب او ددغې نړۍ د خلقت د چټیتوب په باب خبرې کوي اوخداوندمتعال د مړو په ژوندي کولو کې توانمن معرفي کوي. په دغې سورې کې له مور او پلار سره دنیکئ په باب سپارښتنې شوي دي. . په روایتونو کې راغلي دي ، ددغې سورې پنځلسم آیت ، دحضرت امام حسین علیه السلام په باب نازل شوی دی. ددغې سورې دتلاؤت د فضیلت په باب روایت شوي دي چې هرڅوک دغه سوره هره شپه یا هره جمعه ولولي ، خداوندمتعال له هغه ددنیا وحشت لیرې کوي او د قیامت د ورځې وحشت څخه هم په آمان کې خوندي ساتي.
دغه سوره د معاد په اثبات سره پیل شوي او د سورې تر آخر پورې ئې همدغه مطلب بیا بیا تکرار کړی دی.
په دغو آیتونو کې خدای په وحدانیّت او نبوّت هم حجت راوړی دی او د هود قوم هلاکت ته ئې او هم دمکې په باب حوزو ته هم اشاره کړې ده او په دې وسیله خلک پوهوي او ویروي ئې او هم دخدای د رسول (ص) په نزد د جناتو د یوې پرګنې د څو کسانو د ورتلو خبر ورکوي،چې قرآن کریم دځينو آیتونو له آوریدو وروسته پر هغه بزرګوار ایمان راوړي،د خپل قوم په لور خوځيږي څو دوي هم خبر کاندي.
د مکې مشرکانو خپل ځان د قدرت په اوج کې بالۀ او خیال ئې کاوۀ چې دپیغمپر د بلنې منلو ته هیڅ ضرورت نه لري،له دې امله د خلکو د ګمراه کولو ا و دبت پرستۍ په تبلیغ سره ، د اسلام ددین د حقانیّت او د قرآن دتعلیماتو له حقیقت څخه په ملنډو وهلو سره انکار کوي. احقاف سوره کافرانو او د قریشو مشرکانو ته دخبرداری لپاره نزاله شوېڅو د وي ته یادونه وشي چې ددغې رودې دوام به دنیا او آخرت کې د دوی لپاره بد انجام ولري او دپیغمبر حقانیّت او بې توجهي او دقیامت انکار کولو او دباطلو په لارې تلل، به د دوي لپاره په دنیا او آخرت کې له ناکامۍ اوذلت پرته بله هیڅ نتیجه ونه لري او لکه څنګه چې د دوي د حق ضده ناروغۍ درملنه، یوازې د قیامت د دردناک عذاب په یادونې سره شونې وه . د سورې په څو آیتونو کې د معاد پر موضوع او د کافرانو دعذاب او د جهنم اور ته د دوي دو ړاندې کولو بر موضوع ټينګار کوي.