د قرآن کریم اته دیرشمه سوره ؛ص؛(صاد)نومیږي. دغه سوره په ۸۸آیتونوسره په درویشتمې سپارې کې واقع ده . ؛ص؛ سوره چې یوه مکي سوره ده ، د نزول په ترتیب کې اته دیرشمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.
په ؛ص؛ ددغې سورې نومول ددې په پیل کې د ؛ص؛ مقطعه ټکي د شتون په دلیل دي.دغه سوره د پیغمبر اکرم (ص)په وسیله توحید او اخلاص ته دبلنې په باب ،دمشرکانو د ځِل، د ځينو پيغمبرانو د کیسو په قیامت ورځ د پرهیزګارو او بدکارو دوو ډلو حال احوال په باب ده. له ابلیس سره د خداي تعالی خبرې او د ابلیس شړل کیدا او ورباندې لعن هم په دغې سورې کې راغلي دي.
ددغې سورې اصلي موضوع د اسلام د پيغمبر(ص) او په هغه کتاب سره توحید او اخلاص ته دبلنې په باب ده چې خداي تعالی په هغه نازله کړې ده.
دغه سوره د توحید او د اسلامی د پیغمبر د نبوت په موضوع سره او دهغه په وړاندې د مشرکانو د ځيل په موضوع سره پیلیږي او په دوام کې په قرآن کریم کې دتدّبر اهمیّت او ضرورت او د قرآن په باب د مشرکانو د ځينو خبرو پر بیانولو مشتمله ده.د خداي تعالی د نهو پیغمبرانو په تیره بیا د داؤد، سلیمان، او ایوب علیهم السلام د ژوند او کیسو ته اشاره کوي او د بدکارو او پرهیزګارو د دوو ډلو حال او احوال او په قیامت کې د کافرانو د برخلیک او له یوه بل سره د دوزخیانو دجنګ په باب معلومات لري.
همداراز له ابراهیم،اسحاق،اسماعیل،الیسع او ذالکفل هم په دغې سورې کې د خداي د خاصو پيغمبرانو او بندګانو په توګه یاد شوي دي.
ددغې سورې په پاي کې هم د انسان دپنځيدا او دهغه لوړ مقام او دخداي تعالی په حکم سره آدم ته د فرښتو د سجدې موضوع ته اشاره شوې ده. په دوام کې هم پر آدم له سجدې د شیطان ډډه کولو ته هم اشاره شوې ده. شیطان د سجدې د نه کولو دلیل د خپل خلقت برلاسه کیدا چې له اور څخه دی ، د آ دم پر خلقت چې له خټو دی،ددغه کار دلیل ګڼي قسم خوري چې انسانانو ته به تر قیامت پورې د وکه ورکوي.